ښوونه او روزنه

دبغلان محصلين دليليې خاوندان کيږي .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
دبغلان پوهنتون دليليې دجوړولوکار  نن پيل شو .
دغه ليليه  دهلکانو اونجونو لپاره په دوو بلاکونوکې جوړيږي  .
دبغلان پوهنتون  رييس پوهنيار امان الدين ضيايي  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه بلاکونه  په دوو پوړونوکې د اته سوه دوه پنځوس  مربع متره ځمکې په ساحه کې  دنړيوال بانک  له لورې دپنځه پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت  په يوکال کې  جوړيږي .
ضيايي  زياته کړه په هرې ودانۍ کې ٣٢ خونې داوبو مخزن  ، پخلنځي  او  داړتيا وړ نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي او دوه سوه پنځوس تنه محصلان به پکې ځاى شي .
دبغلان پوهنتون رييس زياته کړه  همدا اوس ددغه پوهنتون په ليليه کې  له بيلابيلو  ولايتونو څخه ١٥٠٠ تنه محصلان شامل دي چې دمناسب ځاى  دنشتوالي له امله داعاشې په بدل کې نغدې پيسې ورته ورکول کيږي ديادونې وړ ده چې په بغلان پوهنتون کې څلور زره نجونې  اوهلکان داوو پوهنځيو په چوکاټ کې د ١٤٤ استادانو له خوا تر زده کړې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته