ټولنه

دبغلان دکرنې اداره دعالى وريجو کرکيله رواجوي .

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دبغلان دکرنې رياست کوښښ کوي  چې دشولې دپروسس  دنوي  سيستم دځاى پرځاى کولو ، په هېواد کې دبهرنيو وريجو د واردولو مخه ونيسي .
دبغلان دکرنې رياست دخبري برخې مسوول سيد نور اقا سادات باختراژانس ته وويل چې دغه رياست هڅه کوي چې په دغه ولايت کې  ډول ډول  عالي وريجې رواج کړي چې په هېواد کې  دورداتي وريجو  دلګښت مخه ونيول شي
  هغه زياته کړه چې په همدې مقصد دنړيوال معيارونو له مخې ددغه ولايت دکرنې ادارې درواجولو دبرخې کارکوونکو په خاطر  پرون مسلکي زده کړې ورکړ شوې
دغه راز هر يوه ته دشولې دپروسس  دبخاريو ديګې او يوه اندازه شولې  وويشل شوې .
  دبغلان دکرنې رياست دخبري برخې مسوول وويل چې دغه پروګرام دلومړي ځل لپاره دپلخمري او دمرکزي بغلان ، دوشي او تاله وبرفک  ولسواليو په شوله زارو ساحوکې ترسره کېږي  اودبغلان  دکرنې اداره هغوى ته دشولو دکرلو تجهيزات  دنمونې په توګه ورکوي  په روان کال کې دزياتو اوبو اومناسب  اقليم په پام کې  لرلو سره په بغلان کې  څه دپاسه ٢٩ زره هکتاره کرنيزه ځمکه کې شوله کرلې  شوې ده .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته