کابل بغداد نيوزنو دتلې دمياشتې ٣ :
دعراق په لويديځ کې دپوليسو په ودانيو دياغيانو په بريدونو کې دپوليسو اووه تنه افسران ووژل شول.
دپوليسومقاتو ويلي چې دانبار په ولايت کې د ياغيانو په دي بريدونو کې له ماشينگڼو، توغنديو اوپه موټرو کې د نصب شويو بمونو څخه استفاده کړې ده.
تراوسه پورې هيڅ ډلې ددغو بريدونو مسووليت په غاړه نه دى اخيستي .
په دې وروستيو وختو کې په عراق تاوتريخوالي ، چاودنې او ځانمرګي بريدونو زور اخيستى دى چې هره ورځ په لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړول کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ