ټولنه

دبشريت دناجې دنيکمرغه ميلاد کاليزه ونمانځل شوه

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
داسلام دستر پيغمبر دبشريت دناجي  حضرت محمد مصطفى ( ص)  نيکمرغه ميلاد  نن په هيواد کې دغونډو په جوړولو سره ونمانځل شو
دغه نيکمرغه ميلاد دهيواد دمرکز او ولايتونو په جوماتونو او مقدسه اماکنو کې دقران عظيم الشان په ختمونو ،  دنعت ويلو دغونډ په جوړولو  او ويناو سره ونمانځل شو.
  دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخي:  په دغو غونډو کې ويناوالو سمې لارې  او ددنيوي او اخروي  دنيکمرغۍ  لارې ته دبشريت دلارښوونې لپاره دپيغمبر درسالت  په باب  خبرې وکړې او ويې ويل چې داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص)  په ښو اخلاقو او په نيک چلند سره وکولاى شول په ډيرو سختو شرايطو  کې خلک له ګمراهۍ ، بت پرستۍ او جهالت څخه وژغوري او هغوى دعدل او انصاف ، برابرۍ او مساواتو او خداى پالنې  ته راوبولي .
په دغو غونډو کې څرګنده شوه چې حضرت محمد مصطفى ( ص) ټيک  هغه وخت په پيغمبرۍ مبعوث شو چې دده ټاټوبى مکه او په ټول سعودي عربستان کې ظلم ، جهالت  ، وحشت ،بي عدالتۍ او نابرابرۍ  او نور ډول ډول فساد زيات شوى و ؛او د آنحضرت په وجود کې داسې لوړ صفتونه  او اخلاقي مکارم نغښتي و چې دمکي خلک او آن مشران دآنحضرت تر اغيزې لاندې نيول کيدل اويوپه بل پسې يې ايمان راول .
په دغو غونډو کې دغه راز وويل شول چې ښه  اخلاق اونيک چلند بخښنه اوتيريدنه ، عطوفت او مهرباني ، سرښندنه او ځان تيريدنه او تقوا او پرهيز ګاري  هغه صفتونه و چې دحضرت محمد مصطفى (ص )  چې په شخصيت  کې يې ځاى  درلود او آنحضرت تقوا او ښه اخلاق دلوى خداى ( ج  )  درضايت دترلاسه کولو لپاره ډيره ښه  وسيله بللې ده اوخپلو امتيانو ته يې ددغو دوو اصولو درعايتولو   لارښوونه کړې ده .
ويناوالو وويل: داسلام ستر پيغمبر  له خپلو ملګرو او شاوخواکسانو سره تل ښه چلند او سلوک کاوه اوهيڅکله سخت زړى ، بدژبى ، عيب پلټوونکي او اوتې بوتې  ويوونکى نه و ، هيڅوک  له آنحضرت  څخه ناهيلې نه کيده او هر څوک چې دکور دروازې ته يې ته ناهيلې نه ستنيده  په خبرو کې مجادله ، زيات ويل او په هغه کار کې يې دحالت  نه کاوه  چې په ده پورې يې اړه نه درلود .
هيڅکله  يې خبرې نه کولې خو په هغو مواردو کې چې الهى ثواب يې پکې  ليده .
  دغه راز په دغو غونډو کې دجګړې او ورور وژنې دبنديدو او دهيواد دترقۍ او پرمختګ  لپاره اوهم دسولې داعاده کولو  او دخلکوپه ژوندانه کې د خير اوبرکت  او دامنيتي ځواکونو دلازياتې  پياوړتيا لپاره دلوى خداى ( ج )  په دربار کې دعا وشوه .
حضرت محمد مصطفى ( ص) دعبدالله زوى او دعبدالمطلب لمسۍ و او په ٥٧١ميلادي کال کې په مکه معظمه کې وزيږيد .
دحضرت رسول  اکرم ( ص)  پلار عبدالله دآنحضرت له پيدايښت څخه دوه مياشتې مخکې دهغه سفر په بهير کې  چې شام ته يې وکړ وفات شو  او دآنحصرت پالنه  دده نيکه عبدالمطلب په غاړه واخيسته او عبدالمطلب هم هغه وخت چې ستر پيغمبر اته کلن و وفات شواودآنحضرت سرپرستي دده تره ابوطالب  چې سوداګرۍ يې کوله  په غاړه واخيسته .
حضرت محمد (ص )  په ځوانۍ کې دخلکو ترمنځ  په امانتدارۍ ، پاکوالي او صداقت شهرت درلود او آنحضرت يې امين باله او داکار ددې سبب شو؛ بي بي خديجه چې دقريشو دقوم پاک لمنه او بډايه ښځه وه له آنحضرت سره واده وکړي .
حضرت محمد ( ص)  کال په کال ديوې مياشتې لپاره په جبل النور دحرا غار ته چې دمکې مکرمې ښار په شمال ختيځ کې دى ؛ ته او په عبادت او تفکر يې لاس پورې کاوه .
آنحضرت په څلويښت کلنۍ کې دحرا په غار کې په پيغمبري مبعوث شو او له هغه وخت څخه داسلام  مقدس دين ظهور وکړ او حضرت ابوبکر صديق ( رض)  حضرت بي بي خديجه ( رض)  او حضرت على کرام الله وجهه  له هغو لومړنيو کسانو څخه و چې داسلام په مبين دين مشرف شول او ددريو کلونو له تيريدو  وروسته داسلام مبين دين  ته دخلکو بلنه په څرګند ډول پيل شوه او دوخت دحاکم ابو سفيان  مخالفتونه  دآنحضرت په قيادت له مکې څخه مدينې منورې ته دمسلمانانو  دهجرت سبب شول اودمکې دمسلمانانو اومشرکينو  ترمنځ  واحد اوخندق په شان عزوات  وشول او داسلام په مبين دين دمکې  دخلکو اومشرانو ورځ په ورځ په زياتدونکۍ  مشرف کيدو او دمسلمانانو په ځواکمن  کيدو سره مکه فتح شوه او آنحضرت  د ابو سفيان له کورنۍ او له هغو نورو کسانو څخه  چې کلونه کلونه يې په مسلمانانو ظلمونه  وکړل غچ وانخيست او هغوى يې وبخښل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته