دبزګر ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د وري پنځمه :
دبزګر ورځ نن  په ميدان وردګو ولايت کې د نيالګيو دايښودلو دپروګرام  په پيل سره  ونمانځل شوه .
  دميدان وردګو والي  باختراژانس ته وويل  ټاکل شوې ده ددغه ولايت په مرکز  او ولسواليو کې  څه دپاسه  يوسلو شپيته زره نيالګي  کيښودل شي . چې  دايښودل شويو نيالګيو دساتنې لپاره  دمدني ټولنې په همکارۍ يو کميسيون  موظف شوى دى  چې دنيالګيو دخړوبولو او دساتنې بهير  وڅاري .
  ويل کيږي دنيالګيو دايښودلو بهير  دمدني ټولنې  دميدان وردګو  دهمغږي دمرکز ، دکوچيانو دشورا دژوندانه دچاپيريال ساتنې دادارې  او دميدان ښار  دښاروالۍ  او دکرنې دادارې  داستازو په ګډون  په رسمي ډول  د څو ميوه لرونکو نيالګيو په ايښودلو سره پيل شو .
  ددغه ولايت بزګران او اوسيدونکي  هم  ژمنه وکړه چې  ددغه ولايت  دسمسورتيا  په ساتنه کې  ونډه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته