ټولنه

دبريښنا وياند : دتاجکستان وارداتي بريښنا نن نښلول کيږي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دبريښنا شرکت وياند وايي دتاجکستان دوارداتي بريښنا مزى چې له دريو ورځو راپه دې خوا شليدلى و ، نن نښلول کيږي.
دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي دباختر آژانس له خبريال سره په خبروکې وويل دتاجکستان دوارداتي بريښنا مزى چې په دوو ساحو کې شليدلى و دسيمو له مشخصولو وروسته ددغه شرکت دفني کارکوونکو له خوا بيا ترميم شو او نن له غرمې وروسته به ونښلول شي.
ده زياته کړه دتاجکستان دوارداتي بريښنا دمزو يوه برخه د بغلان ولايت دپلخمري ښار په مربوطاتو کې شليدلى و او بله برخه يې د بريښنا يوه ستنه و چې دکندز ولايت په مربوطاتو کې دبم دچاودنې له امله ويجاړ شوى و.
په همدې حال کې دبغلان ولايت يو شمير مقامات هم ټينګار کوى چې د تاجکستان دوراداتي بريښنا ستنې دکندز او بغلان دولايتونو په مربوطاتو کې ويجاړ شوي دي.
داپه داسې حال ده چې دپلخمري ښار د ډنډ شهاب الدين په ساحه کې د ازبکستان دورداتي بريښنا دمزي له شليدو وروسته کابل ښارته دبريښنا بهير هم وشليدلې خو دتاجکستان وارداتي بريښنا او حرارتي بريښنا تر يوې اندازې پورې دخلکو ستونزې لرې کړې وې خو وسله والو مخالفينو دتاجکستان دوارداتي بريښنا دستنو په ويجاړولو سره په کابل کې دبريښنا کچه صفر ته ورساوه له بله پلوه يو شمير کابل ښاريان په ټولګټو خدمتونو بريد د افغانستان دخلکو د دښمنانو کاربولى او ټينګار کوى چې وسله والو مخالفينو په دې کارسره ثابته کړه چې په هيڅ راز اصولو باور او عقيد نه لري.
دکابل ښار بريښنا د ازبکستان او تاجکستان دوارداتي بريښنا او د حرارتي بريښنا له لارې تامينيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته