کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دسپيدار ماڼۍ کې دالمان ، بريتانيا او کاناډا دهېوادونو له سفيرانو سره وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دغوکتنو کې ددغو هېوادونوسفيرانو دافغانستان په پوليسواووسله وال پوځ کې داصلاحاتوپه باره کې خپلې طرحې او نظريې دهېواد له اجراييه رييس سره شريکې کړې .
له المان ، بريتانيا اوکاناډا سفيرانو دپوليسو په ليکو او په نورو امنيتي برخو کې داصلاحاتو په لاره کې دخپلو مرستو او همکاريو ډاډ ورکړ .
دهېواد اجراييه رييس دکاناډا ، بريتانيا او المان دهېوادونو دسفيرانو دطرحې هرکلى وکړ .
ډاکتر عبدالله عبدالله دغه راز وويل دهغو پروګرامونو هرکلى کوي چې د وسله وال پوځ دکړنو او په امنيتي بنسټونو کې داصلاحاتو دښه والي سبب شي
دهېواد اجراييه رييس دافغانستان له خلکو او دولت سره ددغو دريو هېوادونو دمرستې اوهمکارۍ له امله قدرداني وکړه .
1 1 دقیقه لوستل