نړۍ

دبرازيل اوسنى جمهوره رييسه بيا دجمهورې رييسې په توګه وټاکل شوه

برازيلا بي بي سي  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
د برازيل جمهوره  رييسه  ديلماروسف  چې ددغه هېواد په وروستيو انتخاباتو کې بيا بريالى شوه   د لوړې په  ادا کولو سره  دجمهوري رياست ددويمې دورې لپاره خپل کار پيل کړ.
اووه شپيته کلنه ميرمن روسف دخپلې لوړې دترسره کولو په مراسمو کې  ژمنه وکړه  چې دټولنيزو خدمتونو لمنه پراخوي  او ددغه هېواد خلک له بيوزلۍ څخه  ژغوري .
ميرمن روسف  چې کين لاسې اقتصاد پوهه ده  چې دپوځي  حکومت په وخت کې  بندي او شکنجه شوې ده  دجمهوري رياست دانتخاباتو په دويم پړاو کې په لږ
ا ختلاف سره  بريالۍ شوه .
دنړۍ  د١٣٠- هېوادونو سياسي مامورينو دجمهوري رياست دلوړې په نننيو مراسمو کې  ګډون کړى وو.
دامريکا دجمهوررييس مرستيال  جوبايدن  له خپل چيني سيال لي يوانچائو  هم په دغو مراسمو کې ګډون کړى و .
ميرمن روسف له  ٢٠١٠ ميلادي کال څخه جمهوره رييسه ده اودعمومي سوکالۍ دپروګرامونوپه  خاطر  حکومت يې دبرازيلانو ترمنځ زيات محبوبيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته