ورزش

دبدن دغړو دښکلا دملي ټيم ورزشکاران ازبکستان ته دسياليولپاره چمتو کيږي

کابل باختر د وري پنځمه :
د هيواد دبدن د غړو د ښکلا د ملي ټيم ورزشکاران د ازبکستان په سياليوکې دګډون لپاره تيارى نيسي.
د بدني روزنې، سپورت او المپيک د ملي کميټې د رياست د بدن دغړو د ښکلا د فدراسيون رييس باور هوتک نن دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ دڅه دپاسه پنځوسو هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون د روان کال د ثور د مياشتې له شپږمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې د ازبکستان هيواد په کوربه توب ترسره کيږي او له افغانستان څخه حسين قادري د سلوکيلو ګرامو، شکرالله، بريالي هلمندي او باقر د نوي، اويا اوپنځه شپيتوکيلوګرامو په وزنونوکې ګډون کوي. دهوتک دڅرګندونو له مخې: دغه فدراسيون په پام کې لري په نږدې راتلوونکي کې د بدن د غړي د ښکلا سيالۍ د غوره څيرو د پيژندنې په مقصد دمرکزپه څلور زونونو کې  او وروسته  د بدن  دغړو د ښکلا د انتخابي ملي ټيم سيالۍ دمرکز او ولايتونو د دورزشکارانو ترمنځ  پيل کړي.
ده وويل: ددغوسياليو په پاى کې به څلور اتيا غوره څيرې دحکمانو له خوا د تنکيو ځوانانو، ځوانانو اولويانو ملي ټيمونوته انتخاب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته