فرهنګ

دبدني روزنې او سپورت رياست په هرات کې د ورزش ديو استاد دمړينې خبر ورکړ

کابل باختردتلي اتلسمه :
د هيواد د ورزش يو تګړه استاد عبدالستار ليوال وفات شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
عبدالستارليوال په ١٣١٩ لمريز کال کې د لوګر ولايت د پادخواب شانه په کلي کې وزيږيد او د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته په ١٣٤١ کال کې د پوهنې په وزارت پورې اړوند په خوشحال خان ليسه کې د سپورت د ښوونکي په توګه وټاکل شو .
له ١٣٥١ کال څخه ١٣٥٧کال پورې يې د بدني روزنې او سپورت په انستيتوت کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده چې د دغه هيواد په زرګونو تنه ځوانان يې  د ورزش په برخه کې روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي.
  له ١٣٥٨ کال څخه تر ١٣٨٤ کال پورې يې د بدني روزنې او سپورت رياست په مربوطاتوکې د فني او مسلکي رياست او د مسلکي بورد د آمريت په ګډون په بېلابېلو پستونوکې دندې ترسره کړې دي.
ارواښاد ليوال خپلې اکاډميکي زده کړې د واليبال په څانګه کې د سپورت د ماستر په سويه په پنځوسمه لسيزه کې د وخت له شوروي اتحاد څخه ترلاسه کړې.
د بدني روزنې او سپورت رياست، د واليبال ملي فدراسيون او د افغانستان د ورزش ټولنه د افغانستان د سپورت د دغه ماستر مړينه يوه ضايعه بولي او  د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته