ټولنه

دبدخشان ولايت بيځايه شويوکورنيومرسته ترلاسه کړه.

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه
دمهاجرينو دراستنولود چارووزارت په بدخشان ولايت کې له ٢٩٠ بيځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې غوړي ،مالګه، ترپالونه ، شړۍ ،اود پخلنځي اودکور وسايل شته  چې ددغه ولايت دکران او منجان ،سيمګان اودجرم دولسواليو په بيځايه شويو کسانو وويشل شول.
دبدخشان ولايت د مهاجرينو د راستنولودچارو رياست د حقوقي ملاتړمسوول جاهدالله دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه مرستې له هغې سروې وروسته چې پخوا ترسره شوې ده د نړۍ د خوړو د سازمان او د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتود سازمان د عالي کميشنرۍ په همکارۍ دبدخشان ولايت په مرکز کې په ٢٩٠ مستحقو او بيځايه شويو کورنيو وويشلې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته