کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر :
دلومړى ځل لپاره په فيض اباد ښار کې دشهيد استاد برهان الدين رباني ولايتي روغتون دبطني او صدري جراحي عملياتو لپاره دلپراسکوپي په ماشين سمبال شو .
دشهيد استاد برهان الدين رباني دولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر شفيق الله همدرد دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه دستګاه داغاخان دروغتيايي خدمتونو دموسسې له خوا دسلو زروامريکايي ډالرو په بيه پېرودل شوى دى.
هغه زياته کړه :دغه ماشين دنړۍ له پرمختللي ماشين څخه دى چې د بډودو دډبرو، تريخي اوداپنديسي په ګډون دبطن اوصدر دجراحي په پېښو کې له څيرې کولواو دوينې توييدنې پرته کارول کېږي .
داستاد برهان الدين رباني دولايتي روغتون دجراحي څانګې مسوول ډاکتر همايون فروتن وايي چې دغه دستګاه اوس په کابل کې دکيور په نړيوال روغتون او دهرات په حوزوي روغتون کې شته .
هغه زياته کړه چې دلپراسکوپي دماشين يوه ځانګړتيا داده چې ناروغ دعملياتوپه بهير کې ددرداحساس نه کوي دزياتې وينې توييدنې مخنيوي کېږي او ناروغ له ٢٤ ساعتو وروسته له روغتون څخه رخصت کېږي او ناروغ ته له عملياتو وروسته درمل نه ورکول کېږي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل