امنیت

دبدخشان والي : په بدخشان کې ددښمن له شتون څخه ددغه ولايت ترپاکولو پورې عمليات دوام لري .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
دبدخشان ولايت سيمه ئيزو مقاماتو ويلي دي چې په تګاب  ولسوالۍ او دغه راز ددغه ولايت په ځينو مرکزي سيمو کې د ډار اچوونکو پرضد دامنيتي او دفاعي ځواکونو چاڼيز عمليات  په چټکتيا سره دوام لري .
دبدخشان ولايت امنيتي  مقاماتو دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په تګاب ولسوالۍ او په فيض اباد پورې اړوندو نورو سيموکې له يوې اوونۍ څخه راپه دې خوا لس  تنه ډار اچوونکي وژل شوي او پنحلس تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دبدخشان والي احمد فيصل بيکزاد وويل چې  دتګاب ولسوالۍ ټول ساحې د ډار اچوونکو له شتون  څخه پاک شوي دي .
په همدې حال کې دبدخشان ولايت امنيه قوماندان عبدالخالق  اقچه يي ويلي دي دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه له پوځي  پياوړي مورال څخه برخمن دي او تراوسه پورې په زياتروسيمو کې ددښمن وسله وال تحرکات په شاتمبولي دي .
  ده وويل دبدخشان ولايت تر بشپړ پاکولو پورې چاڼيز عمليات دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته