امنیت

دبدخشان دځانمرګي بريدسازمان ورکوونکي ونيول شول

بدخشان باختردوري دمياشتې ١٩ :

په بدخشان ولايت کې پرون دتروريستې ځانمرګي بريدسازمان ورکوونکي ونيول شول.

په بدخشان ولايت کې له ځانمرګي پيښي څخه يوه ورځ وروسته چي دسيمه ييزو پوليسو ديوقوماندان دوژل کيدوسبب شو چارواکو ددغه بريد دسازمان ورکوونکو دنيولو خبرورکړ.

دپوليسود ٣٠٣ زون قوماندان جنرال بابه جان له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل چې هغوي دغه څلور تنه د دغه ځانمرګي بريد دسازمان ورکولو په اړونددکشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيولي دي  .

دبدخشان ولايت  په کشم ولسوالي کي دپنجشبني  په ورځ دځانمرګي بريد  له امله دسيمه ييزو پوليسو قوماندان نازک مير او دده يو ساتوونکي له يوملکي وګړې سره ووژل شول اوددوو ماشومانوپه  گډون څه ناڅه اولسس تنه ټپيان شول.

جنرال بابه جان وايي نيول شويوکسانو اعتراف کړي دي او ويلي يي دي چي په کشم ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو ديوسيمه ييز قوماندان ملاصديق له خوا ددغه ځانمرګي بريد په سازمان ورکولو موظف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته