امنیت

دبدخشان دشهدا په ولسوالۍ دطالبانو ناکام بريد .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
نن سهار په پنځو بجو طالبانو د بدخشان ولايت دشهدا په ولسوالۍ بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو ددفاع له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويوشمير  نور ټپيان شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته خبر ورکړ.  په هغو  وسله والو بريدونوکې چې نن سهار وسله والو طالبانو دشهدا په ولسوالۍ ترسره کړل دامنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول اوپنځه تنه يې ووژل شول جګړه پاى ته رسيدلى خو دوژل شويوکسانومړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي او ددښمن دټپيانوشمير لاتراوسه پورې نه دى معلوم شوى او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته