دبدخشان خلکو دهلمنديانو دداعې ملاتړ وکړ .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
دبدخشان ولايت دمدني ټولنې په لسګونو تنو غړو ، ځوانانو او دولايتي شورا غړو دسولې په تامينولو او دجګړې دبندولو په خاطر دهلمند دخلکو له داعې سره  خپل ملاتړ څرګند کړ .
دبدخشان ولايت دمدني ټولنې دمرکز رييس سيف  الدين سايس  دباختر اژانس خبريال ته وويل چې موږ دهلمند د پتمنو خلکو له سوله ئيز حرکت سره  خپل ملاتړ اعلامو و چې سوله  زموږ دټولنې اوخلکو اساسي اړتيا ده .
ده زياته کړه موږ له ټولو  امنيتي ځواکونو، دبدخشان  له سيمه ئيز حکومت ،  دملي يو والي له حکومت او طالبانو څخه غواړو چې د هلمند دپتمنو خلکو دروان او سوله غوښتونکې  داعې درناوى وکړي او اوربند اعلام کړي او دخبرو او تفاهم له لارې دې جګړه پاى ته ورسوي او نوردې  دافغانستان دبيګناه  خلکو وژنه بنده کړي .
  دبدخشان دولايتي شورا غړې سايرې صبا  عالميار وويل  سوله دهېواد دټولو قومونو اړتيا ده او داسلام مقدس  دين سوله دمسلمانانو لپاره خير بللې ده بايد طالبان دهلمند دځوانانو ددغې غوښتنې درناوى وکړي او اوربند وکړي .
دې وويل موږ دبدخشان خلک دخپلو هلمندي ورونو او خويندو تر څنګ ولاړ يو او دهغوى دروا داعې  ننګه اوملاتړ کوو .
دبدخشان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو آمر عبدالصمد  شيرزاد وايي موږ په دې خاطر نن راټول شوې يو چې دهلمند دخلکو درد زموږ درد دى که چيرې په هلمند کې سوله تامين شي په بدخشان کې به هم تامين شي .
دافغانستان  خلک له هر قوم او ژبې  څخه چې دي زموږ ورونه دي او  موږ دټولو غوښتنه سوله ده .
   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته