۱۰۰ ورځې

دباميان خلکو له ډاکتر عبدالله عبدالله سره خپل ملاتړ اعلام کړ .

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه :
دباميان خلکو په يوه غونډه کې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله  له نوماندۍ سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
ددغې غونډې برخه والو داصلاحاتو اوهمغږۍ ټيم په هغو پروګرامونو سره چې لري يې له اقتصادي او امنيتي بحران څخه دافغانستان دژغورنې  لپاره مناسب  ټيم بولى او دخپلې خوښې له نوماند ډاکتر عبدالله  څخه غواړي  چې په انتخاباتو کې دبرياليتوب  په صورت کې دې بې وزلي وزګارتيا  ، دتعليمي، تحصيلي او روغتيايي خدمتونو ټيټوالى او دتروريزم پديده پاى ته ورسوي .
  دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر عبدالله عبدالله مرستيال حاجي محمد محقق په دې غونډه کې له خپلو ملاتړو سره ژمنه وکړه چې دبرياليتوب په صورت کې افغانستان داقتصادي او  امنيتي پرمختګ په لور رهبري کوي.
ده وويل:  داصلاحاتو او همغږۍ  ټيم به په هغه پروګرام سره چې لري يې افغانستان دبدامنۍ او له اقتصادي  بحران څخه وژغوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته