فرهنګ

دباميان بورو بودور دعکس نندارتون پرانيستل شو .

کابل باختر دلړم ديارلسمه
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات پرون په کابل کې داندونيزيا له سفير او ديونسکو له استازي سره په ګډه  د باميان بورو بودور دعکس نندارتون  په ملي موزيم کې پرانيست .
  بورو بودور مشهور بودايي معبد دى چې له زياتو پيړيو  څخه تراوسه پورې  په اندونيزيا کې شتون لري
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې نندارتون کې دباميانو دتاريخي اثارو او ابداتو  څلويښت عکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي
  دملي موزيم د رييس  فهيم  رحيمي دڅرګندونوله مخې: دغه نندارتون دروان کال دلړم دمياشتې له دولسمې نيټې  څخه دمرغومي  دمياشتې تر لسمې نيټې پورې دمينه والو پرمخ پرانيستى دى .
دغه نندارتون په کابل کې داندونيزيا دسفارت له خوا جوړ شوى دى او دغه هېواد په دې وروستيو وختو کې دباميانو دفرهنګي او لرغونو شتمنيو دلازياتې پيژندنې  په باره کې  څيړنې پيل کړې دي
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ډاکتر کمال سادات ددغه نندارتون جوړول دباميانو دلرغوند ، تاريخي او فرهنګي اثارو او شتمنيو په معرفي کولو کې ارزښتناک وبلل او طرحه يې کړه  باميان  په بېلابېلو تاريخي  دورو کې دهغوفرهنګي او تاريخي ميراثونو له مخې چې لري  يې دنړيوالو دپاملرنې وړ دى
په همدې حال کې په کابل کې داندونيزيا سفير اانشوري  تاج الدين دافغانستان او اندونيزيا له فرهنګ او تمدن سره ددواړو هېوادونو افغانستان او اندونيزيا دخلکو دبلدتيا په لاره کې ددغه نندارتون جوړول ګټور او ارزښتناک وبلل .
په کابل کې ديونسکو استازي ميرمن پاتريکا مک فليپين  هم دباميانو دتاريخي فرهنګ دمعرفي کولو په لاره کې ددغه نندارتون  په ارزښت باندې ټينګار وکړ .
  په دې غونډه کې په کابل کې د هسپانيا سفير ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين زردشت شمس او ددغه وزارت ځينو مسوولينوګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته