کابل باختر د وري ديرشمه
دباميانو پوهنتون په انګر کې دنيالګيو د ايښودلو پروګرام پيل شو . ټاکل شوې ده په دى پروګرام کې ددغه پوهتون دچاپيريال دسمسورتيا لپاره په لسګونو ميوه لرونکي او ډولي نيالګي کيښودل شي .
ويل کيږي دغه نيالګي ددغه پوهنتون داستادانو او داغا خان دپرمختيايي مرکز دکارکوونکو په پيسو برابر شوي دي .
دباميانو والي ډاکترې حبيبې سرابي ددغه پوهنتون په انګر کې دنيالګيو دايښودلو په مراسموکې له استادانو اومحصلانو څخه وغوښتل چې ددغو نيالګيو په ساتلوکې هلې ځلې وکړي .