ټولنه

دباميانو په مرکز کې ديو لومړني ښوونځي وداني جوړېږي .

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه :
په باميانو کې ديوه لومړني ښوونځي دودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو .
دباميانو دپوهنې رييس محمد امير اروين باختراژانس ته وويل: دملي يووالي شهيد ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډبره دکورنيو بې ځايه شويو کسانو او له بهرنيو هېوادونو څخه دراستنو شويو مهاجرينو لپاره دمهاجرت دنړيوالې ورځې په مناسبت  دباميانو په مرکز دبتياب لغمان  په سيمه کې  په يوزرو  څلور سوه مربع متره ځمکه کې  کېښودل شوه .
اورين زياته کړه ددغې ودانۍ لګښت چې ديارلس مليونه اته سوه زره افغانۍ کېږي  دکډوالو په چارو کې دملګروملتو دسازمان  دعالي کميشنرى له خوا تمويلېږي .
په  ښوونځي کې  له يوسلو شلو ميزونو او څوکيو سره شپږ درسي او څلور اداري خونې  ، کتابتون او نور اړين ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې دجوړولو کار يې په اوو مياشتو کې بشپړېږي او په يوه وخت کې به دڅلور سوه زده کوونکو دزده کړې زمينه برابره کړي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته