ښوونه او روزنه

دباميانو دکرنې پوهنځي ته ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
دباميانو پوهنتون دکرنې او مالدارۍ  پوهنځي  دتدريسي  ودانۍ دجوړولو کار دباميانو دوالي غلام علي وحدت  او دلوړو زده کړو وزارت دستر سلاکار  پوهاند ډاکتر علي اصغر  پيمان له خوا پرانستل شو .
دباميانو پوهنتون دکرنې دپوهنځي رييس علي ياور سيرت دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه تدريسي ودانۍ دلوړو زده کړو  وزارت له بودجې څخه  د دوه پنځوسو مليونو شپږ سوه دوه ويشتو زرو افغانيو په لګښت جوړيږي
سيرت زياته کړه چې په دغې تدريسي ودانۍ سربيره  درې نورې ودانۍ چې دنجونو ليليه ، دځمکې پيژندنې دپوهنځي تدريسي ودانۍ او دټولنيزو علومودپوهنځي تدريسي ودانۍ  پکې شاملې دي هم جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته