کابل – باختر د جواز دمياشتې ٢ :
دباميانو خلکو ديوې جشنوارې په جوړولو سره دويمه درجه ولايت ته دخپلو ولايت لوړول ونمانځل .
په دې جشنواره کې چې ورزشي او دسرکس نندارې ، دشعر ويلو غونډه اوسيمه
ييزه موسيقي پکې شامله وه ، يوشميرلوړ رتبه دولتي مقاماتو ، سيمه ييزو مسوولينو اودباميانو خلکو ګډون کړى وو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو معينې سيمين حسن زاده په دې جشنواره کې دويمه درجه ولايت ته دباميانو دلوړولو هرکلى وکړ او هغه يې ددغه ولايت
خلکو ته ددولت دپاملرنې نښه نښانه وبلله .
حسن زاده وويل ، دويمه درجه ولايت ته دباميانو لوړول به ددغه ولايت پرمختيا
اوسمسورتيا ته دروازې پرانيزي.
دې دباميانو ولايت له خلکواو سيمه ييزو مسوولينو سره ژمنه وکړه چې دباميانو
دتاريخي ګجينو دساتنې او اقتصادي ، ټولنيزو او امنيتي چلنجونو دمنعکس کولو په لاره کې به درسنيو دهڅونې په لاره کې هلې ځلې وکړي.
دترانسپورت وزارت معين ډاکتر قاسم وفايي زاده هم په خپلو خبرو کې وويل چې دغه وزارت په باميانو کې د واټونو دقير کولو او تم ځايونو دجوړولو لپاره يو لړ پروګرامونه لري .
دباميانو والي غلام علي وحدت په دې جشنواره کې باميانو ته دجمهور رييس دپاملرنې له امله قدردانې وکړه او ددغه نسبتا بيوزلي ولايت دبرياليتوبونو او
ستونزو يادونه يې وکړه . دبيارغاونې دبهير سستوالى ، بيوزلي او وزګارتيا دباميانو دخلکو په وړاندې له مهمو چلنجونو څخه دي چې ددغه ولايت والي ورته اشاره وکړه.
دغه راز دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې استازي عبدالغياث وردګ دويمه درجه ولايت ته دباميانو دلوړوالي په باب دهېواد دجمهوررييس فرمان ولوست.
په دې جشنواره کې ورزشي او دسرکس نندارې ، دشعر لوستل او دسيمه ييزه
موسيقي هم اجرا شوه .
دباميانو ولايت په تاريخي لرغونتيا سره دسترو تمدنونو شاهد و . دغه ولايت په
دې وروستيو وختو کې دسارک دسازمان له خوا د ٢٠١٥ ميلادي کال لپاره
دفرهنګ او تمدن دپايتخت په توګه نومول شوى دى .
دطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معينه وايي چې دغه وزارت دسارک دسازمان او
دباميانو ولايت له مسوولينو سره يوځاى په ٢٠١٥ ميلادي کال کې ددغه برياليتوب دنمانځلو په خاطر کار کوي.
ديوبل خبرله مخې : دويمه درجه ولايت ته دباميانو دولايت لوړوالي ديکاولنګ په ولسوالۍ کې هم ونمانځل شوه.
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ او دترانسپورت دوزارتونو معينانو ، دباميانو والي اودسيمې په سلګونو تنو اوسيدونکو ګډون کړى وو.
دباخترآژانس عبدالخليل مينوي چې په دې غونډه کې يې ګډون کړى و وويل:
چې ديکاولنګ خلکو دوزلوبو دسياليو اودموسيقۍ اودشعر دغونډو په جوړولو سره يې دويمه درجه ولايت ته دخپل ولايت لوړول ونمانځل.
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معينې سيمين حسن زاده
دويمه درجه ولايت ته دباميانو دلوړولو له امله ددغه ولايت خلکو ته مبارکي وويله
او دسارک دسازمان له خوا دنړۍ دفرهنګ او تمدن دپايتخت په توګه دلرغوني باميانو نومول يو برياليتوب وباله .
ميرمن حسن زاده دغه راز دترکمنستان دفوټبال د ځواکمن ټيم په وړاندې دافغانستان د فوټبال دملي ټيم دبرياليتوب له امله دهېواد خلکو ته مبارکي وويله .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معينې په باميانو کې دښځو دشين انقلاب
او درسانه يي فعاليتونو دپراختيا هرکلى وکړ او هغه يې ددموکراسۍ او دبيان دآزادۍ دبنسټيز کيدو په لاره کې ددغه ولايت دخلکو درايت وباله .
دې ددوو خصوصي ر اډيو ګانو او دباميانو دټلويزيون د فعاليت يادونه وکړه
او ددغو رسنيو فعاليتونه يې ښه وبلل.
1 2 دقیقې لوستل