کابل باختر دثور دويمه
دبادغيس ولايت دمرکز او ددغه ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ ترمنځ دمواصلاتي سړک دکريړ اچولو کار پيل شو .
دبادغيس ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس سيد رسول اکبري باختر اژانس ته وويل دغه سړک چې دکريړ اچولو کار يي نن پيل شو د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت په مرسته د کليوالي لارو دجوړولو دپروګرام له خواجوړيږي .
دغه پروژه يو سلو اتلس مليونه افغانۍ لګښت لري چې په يوکال کې بشپړيږي .