دبادغيس په يوه واټ کې دماين دچاودنې له امله يوتن ووژل شو .

کابل باختر د وري اوومه :
دبادغيس ولايت په يوه واټ کې  نن دماين دچاودنې له امله يوملکي وګړى ووژل شو او يوتن بل ټپي شو .
دبادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ امنيه قوماندان  سمونيار عبدالحليم صابري دباختراژانس خبريال ته وويل :يو موټرسايکل  دقادس  ولسوالۍ  دخيرخاني سيمې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يو موټرسايکل  سپور ووژل شو او  يوتن بل  ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته