دبادغيس يو شمير خلکو دملي پيوستون له اسانتياو څخه ګته واخيسته
کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
په بادغيس ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام دلسو ټولګټو پروژو کار بشپړ او يوشمير خلکو له هغو څخه ګټه واخيسته .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ : ددغوپروژو کار داتلسو مليونو څلور سوه پنځو زرو افغانيو په لګښت دبادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې بشپړ شوي دي .
په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو دزيرمې محافظوي او استنادي ديوالونو ، ټولنيزو مرکزونو ، پلګوټو ، داوبو لګولو دکانال ، جوړول دڅښاک داوبو دڅاه ګانو کيندل ا ودسړک جوړول او کريړ اچول شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام په بادغيس ولايت کې دفعاليت له پيل څځه تراوسه پورې دترانسپورت ، داوبو رسولو انرژي ، داوبو لګولو کانالونو روزنې او دبديل دژوندانه په برخو کې ١٧١٩ پروژو کار بشپړ او ګټې ا خيستني ته يې سپارلې دي .