امنیت

دبادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو دسرزيان.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
په بادغيس ولايت کې تيره شپه د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې يو طالب ووژل شو او درې تنه نور سخت ټپيان شوي دي.
د بادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالعزيز اماني دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : دغه جګړه ددغه ولايت دمقر ولسوالۍ په چهل ګزي سيمه کې ونښته چې طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او غوښتل يې چې په دغې ولسوالۍ کې امنيتي پوستې ونيسي.
خو دامنيتي ځواکونو په مقاومت سره طالبان له سيمې څخه تيښتې ته اړ شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته