امنیت

دبادغيس ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د ولايت نومول شوى مرستيال ووژل شو .

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د بادغيس  ولايت لپاره  نومول شوي مرستيال له دوو تنو ملګروسره يې تېره شپه  دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو .
د بادغيس ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى تحصيل حيدري  باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات د امنيتي ځواکونو له خوا د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ  په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا  دبادغيس ولايت لپاره نومول شوى مرستيال له دوو تنو همکارانو سره يې ووژل شو او درې تنه نور طالبان  ټپيان شول .
  په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته