امنیت

دبادغيس ولايت له زده کوونکو سره مرسته وشوه .

کابل باختر دغبرګولي  اتمه :
دبادغيس ولايت ديوشمير ښوونځيو له زده کوونکو سره پرون دورلد ويژن دموسسې له خوا دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دباختراژانس دخبر له مخې په دغو مرستو کې نهه زره نهه سوه اووه ويشت ټنه خوراکي توکي شته چې دبادغيس ولايت دمرکز او دمقر او دابکمري  دولسواليو ددولسو ښوونځيو له لومړي ټولګي څخه تر نهمو ټولګيو پورې په دوه زره دوه سوه شپيتو تنو نجونو او هلکانو باندې وويشل شول .
دبادغيس ولايت دپوهنې درياست مسوولينو دورلد ويژن له موسسې  څخه په قدرداني سره وويل چې دغې موسسې تير کال هم  ددغه ولايت له ښوونځيو سره مرسته کړې وه او په پام کې دى  چې دغه مرستې ددغه ولايت ديوشمير نورو ولسواليو دښوونځيو په زده کوونکو  هم وويشل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته