امنیت

دبادغيس دمحکمې يو کارکوونکى شهيد شو .

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دبادغيس دمحکمې يو کارکوونکى تيره شپه شهيد شو .
دبادغيس دوالي وياند شهابي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دبادغيس دمحکمې کارکوونکى  عبدالله هغه وخت ددغه ولايت  دمرکز قلعه  نوکې چې  دخپل کور په لور روان و ، د عمله په دوراهي سيمه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد شو .
شهابي زياته کړه چې دتيرې  يوې اوونۍ په بهير کې  دا دافرادو دريم ترور دى چې ددغه ولايت دمرکز په مربوطاتو کې ترسره  کېږي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته