دا خلک ډرون ته تسلیم نه شول؛ سیاسي فشار خو بېخي نه مني
کابل، د سلواغې ۲۹ مه، باختر
تبصره
شاوخوا دوه نیم کاله کېږي، اسلامي امارت په افغانستان کې واکمن دی او دغه واکمني یې په وړیا ډول نه ده ترلاسه کړې؛ بلکې د سلګونو زره سرونو تر نذرانه کولو وروسته یې ترلاسه کړې ده.
تېرو شلو کلونو کې افغانانو د امریکا او له هغې وړاندې د پخواني شوروي اتحاد او انګلستان پر وړاندې له قربانیو ډکه پوځي مبارزه کړې او د دغې مبارزې اقتصادي او سیاسي بڼه لاهم روانه ده.
افغانستان کې د اسلامي امارت د روانې واکمنۍ پر مهال نړۍ هڅه کوي د بېلابېلو سیاسي او اقتصادي فشارونو له لارې افغان چارواکي دېته اړ کړي، چې د افغانانو د مذهب او کلتور خلاف خپلې غوښتنې پرې ومني.
نړۍ او په ځانګړي ډول لوېدیځ څه غواړي؟
دا واضیح خبره ده، چې افغانستان کې د وروستیو دوه کلونو امن د نړۍ نه لورېږي او غواړي دلته جګړې وي او اختلافات روان وي، نو له همدې امله د دوی یوه غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت باید پخواني مفسدین، غله، چارواکي او نور خاینین په خپل حکومتي چوکاټ کې ځای پر ځای کړي، تر څو له دې لارې د اسلامي امارت پاکې او مقدسې لیکې بد نامه کړي.
بل دوی په افغانستان کې د ښځو لپاره د لوېدیځ په څېر حقوق غواړي، هغه څه چې خپله افغان مېرمنې یې ورسره نه مني او په تېر کې هم پر افغان مېرمنو د دغه ډول حقوقو تحمیلول یو جبري مسله وه، چې له ناکامۍ سره مخ شوه.
درېیم نړۍ وال په ځانګړي ډول لوېدیځ غواړي، د بهرنی سیاست د هغوی په خوښه پر مخ ولاړ شي، هغه څه چې په تېرو پنځوسو کلونو کې ناکام او شنډ شول.
نو خبره دا ده، چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو او سیاسیونو د نړۍ، لوېدیځ او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو د ډورن، جېټ، رنګارنګ ټانکونو او نورو وسلو پر وړاندې او دغه راز د سیاست پر مېزونو ماتې وه نه منله نو د دغه ډول سیاسي فشارونو پر وړاندې خو بیخي نه تسلیم کېږي، دوی ته پکار ده، چې د تعامل لاره غوره کړي او افغانستان کې د اسلامي امارت نظام د افغانانو د مشروع نظام په توګه ومني او تعامل ورسره وکړي.