خبرونهاقتصادټولنه

دایکنډي کې ۹ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غوايی ۳۱ مه، باختر

د دایکنډي ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د حفظ الصحې د ۹ پروژو چارې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او  ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس قاري عنایت الله سهار د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په مرکز نیلي او د شهرستان، میرامور، خدیر، کیټي او کجران ولسوالیو په ۹ ښوونځيو کې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه ۶۴۵ زره ۹۰ افغانیو په لګښت د حفظ الصحې ۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

باید وویل شي، چې په یادو پروژو کې د ۴۸ تشنابونو رغول او د پاکو اوبو د ۷ څاګانو کيندل شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د دایکنډي په نورو ښوونځیو کې هم د ورته پروژو د پلې کېدو په موخه د پوهنې ریاست د انجنیرۍ ټیمونه په سروې بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته