کابل، د تلې ۸ مه، باختر
د دایکندي د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز نیلي په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځيو د بیا رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست د انجنیرۍ مدیر انجنیر علي خان د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې د مرکز نیلي په ګډون په شهرستان، اشترلي، میرامور، پاتو، سنګتخت و بندر، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي، چې د یو شمېر ښوونځیو د بیارغولو عملي چارې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د مګړۍ د پوهنې وزارت له لوري د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو او یا هم د بیارغولو چارې روانې دي.