دایکنډي؛ د پوهنې ریاست له لوري د لسو ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې

کابل، د مرغومي ۲۰ مه، باختر
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولینو د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د بیا رغونې او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د دایکنډي د سنګتخت، بندر، خدیر، ګیټي، او کجران ولسوالیو کې د پوهنې ریاست په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو ودانۍ په اساسي ډول بیا رغول شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست له لوري د یو شمېر نورو ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوې وې.
د سیمې اوسېدونکي خوښ دي څو د دوی زامنو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته