کابل، د زمري ۱۵ مه، باختر
د دایکنډي ولایت په شترلي ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارو پیل شوي دي.
د باختر آژانس خبر له مخې؛ د یاد ولایت په شترلي ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه او ۴ سوه زره افغانیو په لګښت د ۲۷ کیلو متره په اوږدوالي او ۵ متره سور سره د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د یاد سړک په جوړېدو خوښي ښودلې، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه شته ستونزې حل شي.