کابل باختر د لړم نهمه :
دنري رنځ دناروغيو دتشخيص لپاره داکسرې يوه ديجيتلي دستګاه دلوړو زده کړو دوزيرې له خوا دميوند په کادري روغتون کې پرانستل شوه او داستفادې وړ وګرځيده .
دباختراژانس دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دلوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند وويل دغه دستګاه چې ارزښت يې يوسلو شلو زرو يورو ته رسيږي ديو- ان- دي -پي موسسې په مالي مرسته او دعامې روغتيا وزارت په همکارۍ برابره شوې ده او دماشومانو دنري رنځ دناروغيو د ښه تشخيص په برخه کې ډيره اغيزمنه ده .
ده ديو- ان –دي- پي له موسسې او دعامې روغتيا له وزارت څخه دقدرداني په ترڅ کې زياته کړه چې کادري روغتونونه دمحصلانو دملي کچې دلوړولو او داستادانو دتحقيقاتو تر څنګ زموږ دهېوادوالوعلاج او درملنه چې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه دغه روغتون ته مراجعه کوي هم په غاړه لري .
په دې غونډه کې دميوند روغتون رييس پوهاند محمد ګل کوهدامني وويل چې ددغه روغتون يواځې معالجوي څانګې ته په ١٣٩٤ کال کې څه ناڅه يوسلو اتيازرو تنو مراجعه کړې ده .
وروسته دعامې روغتيا وزارت دوقايوي طب لوى رييس ډاکتر نجيب الله صافي وويل :افغانستان دنړۍ په کچه يوله هغو دوه ويشتو هېوادونو څخه دى چې دنري رنځ پيښې لري او ددغه شان تشخصيه مرکز جوړول به ددغې ناروغۍ په تشخيص او درملنه کې په نري رنځ له اخته ناروغانو سره زياته مرسته وکړي.
دغه راز ديو- ان- دي -پي لوى رييس جوسلي هم په خبرو کې دلوړو زده کړو له وزارت سره ددغه بنسټ دزياتو همکاريو ډاډ ورکړ .
ديوبل خبر له مخې دلوړو زده کړو وزيرې دکابل ښار دشهرارا دکادري روغتون روزنيز مرکز چې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې په مالي مرسته بيا جوړ او سمبال شوى دى پرانست .
دکابل دطبي پوهنتون درييس پوهاند ډاکتر شيرين اقا ظريف دڅرګندونوله مخې دغه مرکز څلور درسي خونې ، لابراتوار او اداري دفتر لري چې له هغو څخه دځوانو ډاکترانو دروزنې لپاره استفاده کيږي .
3 1 دقیقه لوستل