امنیت

داچين ولسوالۍ دميرانو کلى دداعشيانو له شتون څخه پاک شو .

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
په ننګرهار کې  دميرانو کلي  ستراتيژيکي ساحه  دداعش دافرادو له شتون څخه پاکه شوه .
  دغه ساحه  په اچين ولسوالۍ کې  موقعيت لري .  هغه ولسوالۍ چې يو وخت  دداعش دډلې  يو ډير  اساسي مرکز په دغه ځاى کې  و .
دهېواد په ختيځ کې   دملي اردو  يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې  په اچين کې  دميرانو کلي  دستراتيژيکي ساحې  دنيولو او پاکولو په بهير کې  دداعش  څلور مهم مرکزونه   دړې وړې شول .
اچين  يووخت  په هېواد کې دداعش  ډير ستر مرکز بلل کېده .خو دډار اچونې ضد عملياتو او دپوځيانو دهوايي برېدونو په ترسره کولو سره  داعشيان  له دغې ولسوالۍ او دننګرهار  له نورو برخو څخه وشړل شول .
  دغې ډلې  د پوځي عملياتو په بهير کې دسر دروندزيان زغملي دى  اويوشمېر يې  چې  په دې پوه شول  دتېښتې لاره نه لري  پوځيانو ته تسليم شول .
په دې وروستيو وختو کې  په دريو پړاونوکې  دداعش دډلې دکورنيو کابو درې سوه  غړي  په ننګرهار کې  دولت ته تسليم شول.
په اچين کې  مېشت کليوالي  اوسيدونکي  له دې امله چې ددوى  داستوګنې زياتره سيمې دداعش دډلې  دافرادو  له شتون څخه پاکې شوې دي  ، خوښ دي
هغوى له دولت څخه غواړي چې په اچين کې  دسترو پوځي اډو  دجوړولو تر څنګ  دبيا رغاونې  او حکومتوالى بهير چې په هغو کې  دداعشيانو دشتون دڅو کلونوپه بهير کې  ځنډيدلي و ، له سره پيل کړي .
   په ننګرهار کې  سيمه ييز مقامات وايي  چې  دډاراچوونکو له شتون څخه  داچين تر بشپړ  پاکولو پورې دپوځي عملياتو  ددوام تر څنګ به  په لسګونو پرمختيايي پروژې  په دغه ځاى کې پلې شي .
ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته