اقتصاد

دايکو په سازمان کې دترانزيت اوځمکني ترانسپورت ځانګړي ځاى ته دافغانستان رسيدل

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
افغانستان دايکو سازمان  دغړو هېوادونو ترمنځ دترانزيت  او ځمکني ترانسپورت په برخه کې ځانګړى مقام ترلاسه کړى دى.
دايکو سازمان   دترانسپورت  جګپوړي سلاکار دهرات له والي سره په کتنه کې  وويل ؛  دايکو غړي هېوادونه  علاقمندي لري  چې  له ختيځ څخه لويديځ ته  دنښلوونکي دهليز په توګه دافغانستان دترانسپورت له بنسټونو څخه زياته استفاده وکړي  .
له ختيځ څخه لويديځ ته   دهليز چې څه ناڅه څلور زره کيلومتره اوږدوالى لري او  
دآسيا  په وچې پورې  تړلي هېوادونه  دافغانستان ، ايران او ترکيې له لارې     
له سمندر سره نښلوي.
دهغه څلور اړخيز موافقه له مخې چې  دافغانستان ، ايران ، قرغزستان  او دتاجکستان دهېوادونو ترمنځ لاسليک شوى دى  دمنځني آسيا هېوادونه  به             د چين او افغانستان له لارې  دايران او ترکيې او اروپايي هېوادونه سره ونښلول شي.
دغه هيئت  چې هرات  ته يې سفر کړى دى په پام کې لري چې په  هرات ولايت کې دخپلې استوګنې په وخت کې  په سرحدي  بندرونو  او دغه ولايت ته  غځيدلي ترانسپورتي تګلوري او ترانسپورتي بنسټونه   وڅيړي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته