امنیت

دايساف ٤ تنه سرتيري په هلمند کې ټپيان شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې   پرون د ځانمرګي بريد له امله دايساف څلور تنه سرتيرى ټپيان شول.
دهلمند د والي ويندوى  عمرځواک باختر آژانس ته وويل :   دغه ځانمرګى بريد دهلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په  شادل مانده سيمه کې دبهرنيو ځواکونو مرکز ته څيرمه ايساف دسرتيرو د سپرلۍ  په موټر وشو.
ځواک وويل په دې ځانمرګي بريد کې څلور  تنه بهرني سرتيري ټپيان  شول او بل چاته زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال کې په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: چې ددغو ځواکونو يو سرتيرى  پرون دافغانستان په جنوب کې   ووژل خو دخپلو سرتيرو د وژل کيدو په اړوند يې څه  نه دي  ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته