کابل باختر د تلي څوارلسمه :
دافغانستان په جنوب کي دايساف يوسرتيرى و وژل شو .
دايساف ځواکونه وايي چې دهغوى يو سرتيرى دافغانستان په جنوب د يوه افغان امنيتي ساتونکي له خوا وژل شوى دى .
په يوه خبرپاڼه کې چې دايساف دمطبوعاتي دفتر له خواپه کابل کې خپره شوې ده ويل شوي دي چې دغه جګړه پرون رامنځته شوې ده .
خبرځاى زياته کړه : يو قراردادي امنيتي ساتونکي دايساف په سرتيري ډزې وکړې چې له امله يې دايساف يو سرتيرى ووژل شو او بريدکوونکي په متقابلو
ډزو کې ووژل شو .
ايساف ويلي دي چې په دې باب دايساف او افغان ځواکونو له خوا څيړنې پيل شوې دي .
له بلي خوا ايساف ويلي دي چې دهغوى يو سرتيرى په غير پوځي پيښه کې دافغانستان په جنوب کې ټپي شوى و چې د سختو ټپونو له امله مړ شو .
په روان کال کې يوسلو شپږ ديرش بهرني پوځيان په افغانستان کې وژل شوي
چې يوسلولس تنه يې امريکائيان دي .
1 1 دقیقه لوستل