دايران_ افغانستان اوپاکستان له نشه يي توکوسره دمبارزي دادارو دمسوولينو غونډه په نږدي راتلوونکې کې جوړيږي

کابل  باختردلړم دمياشتې ١١ :
ټاکل شوې ده دايران ، افغانستان اوپاکستان دهيوادونو  جګپوړي استازي   راتلوونکې اوونۍ کې  په تهران کې وګوري او دنشه يي توکو له قاچاقو سره دمبارزي دپراختيا په مقصد دسيمه ييزي همکاري په باب خبري وکړي.
دايران  له نشه يي توکوسره دمبارزي داداري  يو چارواکې بابک دين پرست  اعلام کړي دي  چې  دايران ،. افغانستان اوپاکستان دهيوادونو له نشه يي توکوسره  دمبارزي دادارو  چارواکې  په راتلوونکې اوونۍ کې په تهران کې ګوري  چې له نشه يي توکوسره دمبارزي په لاره کې دخپلو همکاريو څرنګوالې وڅيړي او دغه بهير پياوړي کړي.
ددغه ايراني  مقام دڅرگندونوله مخې په دې غونډۀ کې به ددغو دريو هيوادونو دجګپوړو استازو په ګډون سربيره  دملګروملتو دسازمان له جرمونو  اونشه يي توکوسره دمبارزي داداري  ماهران اومسوولين هم برخه واخلي .
ټاکل شوې ده  ددغو دريو هيوادونو استازي   دتهران په  غونډه کې وکولاي شي دسيمه ييزي همکاري په يوې دقيقي پاليسي برلاسي پيداکړي.
ديادونې وړ  ده چې دافغانستان ، پاکستان ، تاجکستان اودروسيې استازو په دې وروستيو وختو کې په تاجکستان کې يوه ورته  غونډه جوړه کړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته