نړۍ

دايران د ٢٤ ولايتونو د تودوخې درجه منفي صفر شوې ده .

تهران- ايسنا – باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
دايران دهوا  پوهنې سازمان اعلام کړى دى چې نن جمعه  د دغه هيواد  د څلرويشتو ولايتونو دهوا دتودوخې درجه تر صفر لاندې  ځي.
دايران  د سرې ماشتې سازمان هم ويلي  دي چې د روانې مياشتې له لسمې نيټې څخه  په ١٤ ولايتونو څه  د پاسه څلور زره تنه چې  په  واورو  کې بند پاتې     وو ، ژغورلې دې.
بختيارى ، زنجان ،آذربايجان او اردبيل ددغه هيواد له سړو  ولايتونو بلل شوي دى او دتهران هوا به هم منفى څلور ته  ورسيږي.
سړښت  په داسې حال کې د ايران زيات  ولايتوته نيولي دي  چې مسولينو دطبيعي ګازو دکمښت خبر ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته