دايران دولت: په علمي فرهنګي اوتجارتي برخوکې له افغانستان سره همکاري کوي.
کابل باختر د ثور لومړي :
دايران دولت په فرهنګي ،علمي او تجارتي برخو کې د افغا نستان له دولت سره همکاري کوي
دباختراژانس دخبر له مخې، دغه ټکۍ په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهروندي په هغه سفرکې چې قند هار ته يې وکړ ددغه ولايت له والي توريالى ويسا سره په کتنه کې څرګند کړ او وي ويل د ايران دولت ژمن دى چې په علمي ،فرهنګي اوتجارتي برخو کې له افغا نانو سره همکاري و کړي.
دايران سفير قند هار ته په سفرکې په داسې حال کې چې دايران قنسل حميد هم ورسره ملګرتيا کوله دقندهاروالي ته وويل چې ايران او افغانستان له زياتې مودې راپه ديخوا دښو ګاونډيانو په توګه ديو بل ترڅنګ پاتې شوي دي او ګډ فرهنګ اودين لري.
په دې کتنه کې دايران سفير دقند هارولايت ته دخپل سفر هدف دايران دچاه بهار دتجارتي بندر دفعالولوپه اړوند له افغان مقاماتو سره خبرې و بللې او وي ويل چې ددغه بندر په فعالولو سره ايران دتجارتي مالونو په راکړه ورکړه کې له افغانستان سره همکاري کوي اودغه اقدام به ددواړو هيوادونو ترمنځ دتجارتي اړيکو په پراختياکې يو ارزښتناک ګام وي.
دايران سفيروويل: دچاه بهار بندر په بيا جوړولو سره ايران دمنځني اسيا له هيوادونو سره يوځاى کيږي او دا کار د افغانستان په اقتصادي وده او داړتيا وړ مالونو په پوره کولو کې ارزشتناک دي .
په دې کتنه کې دقندهاروالي ډاکترتورالى ويسا په فرهنګي ،علمي او تجارتي برخو کې د ايران همکاري داقتصادي پرمختګ په برخه کې ګټوره او ارزښتناکه وبلله او وي ويل، موږ غواړو چې ددواړو هيوادونو ترمنځ همکاري په خبرو نه بلکې په عمل کې تحقق ومومي اود حقيقي ګاونډيتو ب د همکاري په اصل باندې ولاړه وي .
دايران سفير دغه راز دايران او افغانستان دپو هنتونونو ترمنځ د علمي همکاريو په باب خبرې وکړې اوڅرګنده يې کړه چې دعلمي تجربو د تبادلې په مقصد د ايران يو پوهنتون د انترنټ په واسطه له قند هار پو هنتون سره پيوستون پيدا کوي
ده دغه را ز وويل، هغه شميرخلک چې په قند هارکې په تجارتي او اقتصادي برخو کې په کار بوخت دي بايد ايران ته سفر وکړي او ددواړو هيوادونو له سوداګرۍ څخه ګټه واخلي.
د ايران سفير په دې کتنه کې دايران ددولت له خوا په قندهارکې د کرنيزومحصولاتو ديونندارتون د جوړولويادونه هم وکړه .