نړۍ

دايران دبهرنيو چارو وزير کابل ته سفر کوي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
ټاکل  شوې ده دايران دبهرنيو چارو وزير راتلوونکې اوونۍ افغانستان ته سفر وکړي .
دجواد ظريف دغه سفر د افغانستان او ايران ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک  دبشپړولو په باب دخبرو په  خاطر  ترسره کيږي .
دخبرونوله مخې : ظريف  دافغانستان د ملي امنيت دسلاکار  محمدحنيف اتمر په بلنه  کابل ته سفرکوي .
دايران د بهرنيو چارو  د وزارت ويانده  مرضيه  افخم  وايي   چې  کابل ته  د  جواد ظريف  له سفر وروسته   به دافغانستان جمهوررييس په يو مناسب وخت کې ايران ته سفر و کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته