نړۍ

دايران دبهرنيو چارو وزيرله سوريې څخه دبهرنيو جګړه مارانو دوتلو غوښتنه وکړه

تهران – اسوشتدپرس  باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دايران دبهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف   له سوريې څخه د  بهرنيو جګړه مارانو د  وتلو غوښتنه وکړه چې د ده په خبره د سوريې خلک وکولاى شي دخپلې راتلوونکې په باب تصميم ونيسي
دباختر آژانس داسوشتدپرس دخبري سايټ له خولې خبر راکړ :
ظريف چې د  داووس په ښارکې  دنړۍ داقتصادي ټولنې په غونډو کې ګډون کړى و،  وويل چې ايران دسوريې دجمهور رييس بشارالاسد له مخالفينو سره د بهرنۍ ملاتړ دپاى ته رسولو غوښتنه کوي.
دترکيې او اردن د بهرنيو چارو وزيرانو هم  چې په دغه ګردي ميز کې ګډون کړى له سوريې څخه دبهرنيو جګړه مارانو دوتلو په خاطر دظريف دغوښتنې ملاتړ وکړ.
له دې سره جوخت ظريف وويل  چې ايران د  لبنان د حزب الله د  ډلې   ځواکونه سوريې ته نه دي  استولي  او دغې ډلې په خپله ددغه کار لپاره تصميم نيولى دى .
ايران  دبشارلاسد او دلبنان دحزب الله سترملا تړى بلل کيږي  .
دلبنان دحزب الله مشرحسن نصرالله د بشارلاسد له حکومت سره دملاتړ لپاره په سوريه کې دخپلو ځواکونو شتون تاييد کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته