کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دباختراژانس رييس خليل مينوي نن په افغانستان کې دايرنا دنمايندګي له رييس سيد سعيد حسيني سره ددغو دوو خبري بنسټونو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې ددوه اړخيزو همکاريو ، دهمکارى دتفاهم ليک دلاسليک ، د باختراژانس دخبريالانو دروزنې ، داطلاعاتو په ازاد بدلون کې درسنيو د رول ، په تهران کې دنړۍ د دولتي خبري اژانسونو دمسوولانو د درې څلويښتمې غونډې او دبېلابېلو هېوادونو ددولتي خبرې اژانسونو ترمنځ دزياتې همغږى اوهمکارى په رامنځته کولو کې ددغه سازمان درول په باب خبرې وکړې .
ددغې کتنې په پاى کې په افغانستان کې دايرنا دنمايندګى رييس له باختراژانس سره ددغه بنسټ دهکارى ژمنه وکړه .
ختم- عطاالله _ اکرم