نيويارک نړيوالي خبري منابع باخترد تلې دمياشتې ١ :
دايران جمهورييس حسن روحاني نن دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې په کلنۍ غونډه کې دګډون په مقصد نيويارک ته روانيزي .
ټاکل شوې ده حسن روحاني په سيمه ييز وخت دسه شنبې دورځې په مازيګر دملګروملتو دسازمان په عمومي ټولنه کې وينا وکړي.
حسن روحاني تيره اوونۍ د ان بي سي له خبري شبکې سره دمرکې په بهير کې په نيويارک کې دامريکا له جمهوررييس بارک اوباماسره داحتمالي کتنې اوخبرو اترو په باب وويل : له اوباماسره کتنه دده دسفر دکار په لارښود کې نه دى . خو زياته يې کړه دسياست په نړۍ کې هرڅه امکان لري .
اوباما به د عمومي ټولنې دسه شنبې دورځې په غونډه کې وينا وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ