نړۍ

داوکراين په لسګونو سرتيري مليشو ته تسليم شول

مسکو ريانووستي باختردجوزا دمياشتې ٨ :
داوکراين  څه ناڅه اتيا تنه سرتيري  ددغه هېواد په ختيځ   لوهانسک ښارته څيرمه په پوځي مرکز کې مليشو ته تسليم شول.
د ريانووستي  دخبرله مخې :  دغه پوځي مرکز پرون مازيګر دمليشو له خوا کلابند شو  اونښتې  تر نن سهار پورې دوام  وکړ.
دشمال _ جنوب داردو په نامه  دمليشو يو قوماندان ګينادي تسپکالو نن خبريالانو
ته وويل  چې دلوهانسک په پوځي مرکز کې ټول ميشت سرتيري  مليشو ته تسليم شول او وسله يې کنتروليږي.
ده زياته کړه دغه سرتيري په نږدي راتلوونکي کې خپلو کورونو ته ستيږي.
داوکراين حکومت دوري دمياشتې له نيمايي څڅه  ددغه هېواد په ځينو ختيځو او جنوبي سيمو کې دبيلتون غوښتونکو مليشو دځپلولپاره تروريستي ضد عمليات پيل کړي دي چې په بهيرکې يې دواړو لورو ته په سلګونو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته