نړۍ

داوکراين په ختيځ کې سخته جګړه

 کيف   بي بي سي   باختردوږي دمياشتې  ٦  :
داوکراين په  ختيځ کې ددغه هېواد د اردو او دروسى دپلوي بيلتون غوښتوونکو سخته  جګړه روانه ده.
دخبرونوله مخې ، دنوازوفسک دسا حلي  ښار کنترول  دياغيانو لاسته ورغلى دى.
دغه ښار دروسيې دپولې او ماريو پول دکليدي بندر ترمنځ  موقعيت لري.
دا له څو مياشتو وروسته داوکراين  په ساحلي کرښه کې ډيره سخته جګړه ده.
خپاره شوي فلمونه ښيي چې دياغيانو په بريدونو کې له ټانکونو څخه هم استفاده شوې ده.
دغه راز جګړه  دلوهانسک او ددونتسک  په سيمو کې دوام لري .
داوکراين حکومت وايي روسيه له بيلتون غوښتوونکو  سره پوځي  اوتسليحاتي
مرسته کوي  خو روسيه دغه تورونه  ردوي.
داوکراين  په جنوب ختيځ کې  سخته نښته په سپينه روسيه کې  اوربند ته درسيدو لپاره ددواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو له موافقي  يوه ورځ وروسته ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته