نړۍ

داوکراين په ختيځ کې دلسګونو تنو وژل کيدل

کيف باختر د مرغومې  دريمه :
داوکراين  څه ناڅه يو څلويښت  تنه سرتيري اوملکي وګړي پرون ددغه هيوادپه ختيځ کې ووژل شول .
  دفرانسې دخبري آژانس دخبر له مخې : ددغې پيښې په وژل شويو کسانو کې لس تنه سرتيري شامل دې چې په يوه موټر دتوغندي دلګيدو له امله وژل شوي دي .
دسردزيان  دغه شمېر په داسې حال کې اعلام شوى دى  چې په وروستيو ورځو کې  داوکراين په ختيځ کې نښتو زور اخيستى دى او داوکراين  په ختيځ کې دتاوتريخوالي پراختيا نړيواله  ټولنه  انديښمنه کړې  ده او داوکراين دبحران دپاى ته رسولو لپاره دلويديځ ديپلوماتيک اقدامات  دپخوا په شان ناکام پاتې شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته