نړۍ

داوکراين په ختيځ کې داروپايي يرغلګرو ازادي .

کيف  باختر د چنګاښ  اتمه :
  داوکراين په ختيځ کې دروسيې پلويو ياغيانو داروپا دامنيت اوهمکارۍ دسازمان څلور تنه نور کتوونکي ازاد کړل .
په دې ترتيب  تجزيه غوښتوونکو ټول يرغمل کړى شوى کتوونکي ازاد کړي دي .
  داورپا دامنيت اوهمکارۍ دسازمان اته تنه کتوونکي  دتيرې ميلادي مياشتې  په بهير کې  داوکراين په ختيځ کې يرغمل کړى شوي و .
  دوى په داسې حال کې ازاديږي چې داوکراين دحکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ نږدې يو نيم اوونيز لړځنده  اوربند  دوام لري .
او داوکراين ددولت او په دغه هيواد کې دروسيې دملاتړو بيلتون غوښتوونکو ترمنځ  دسولې لپاره خبرې دوام لري  او داروپا دامنيت اوهمکارۍ  دسازمان استازي  هم په دغو خبرو کې  برخه لري .
  دملګروملتو سازمان اټکل کوي چې په تيرو دوه نيمو مياشتوکې داوکراين په ختيځ کې ددولتي ځواکونو او دروسيې دملاتړو ځواکونو ترمنځ نښتو کې څه ناڅه ٤٢٠ تنه وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته